text
stringlengths
0
136
سلامۍ واله و
دويم هغه ځينې وو چې د توپو سلامي امتیاز یې نه لرلو. په دې کې
بسوده «چې د پښتنو ریاست و). نواب ګنج او ځیرګړ غوندې ځايونه
شامل وو. د يوویشت توپو د اعزاز ریاستونه يوازې پنځه وو. چې د
حيدرآباد نظام. ميسور مهاراجه. جمو او کشمیر په کې شامل وو
مهاراجه او د بړوده ګایک مهاراجه او د ګواليار مهاراجه سندهیا
وو
د نولس توپو سلامي به د بهوپال ,د پښتنو نواب. د اندوراو
اودې پور راجه ګانو ته ورکول کېدې. په دې کې هم فرق دا و چې
ځینې موروثي او ځينې موقتي وو هغه وخت د مځکې او شمېر له
حسابه د مسلمانانو تر ټوله لویه نوابي د حيدر راباد دکن وه چې واکمن
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ٍ تت
00011953 ۲ 9٧
پېژندنه ۵۰
به "نظام"" بلل کېده له دې وروسته د مځکې له پلوه د مسلمانانو
لویه نوابي د بهوپال هغه وه. چې بنسټ يې د اورکزیو یو تن دوست
محمدخان اېښی و دلته څلورو ښځُو پرله پسې دوه سوه کاله
حکومت کړی دی. ددې وړوکي سلطنت د پوځ لپاره به زیاتره د صوبه
سرحد او په تېره د قبايلي سیمو خلک روزل کېدل د خلکو لپاره به
دا هم نوې خبره وي چې په بهوپال کې اوس هم اپرېدي. يوسفزي او
میرازي خېل پښتانه نه یوازې دا چې ژوند کوي ځینې په کې اوس هم
پښتو وايي. ما ددې سیمې له ځینو کورنيو سره ليدلي او د هغوی د
ژوند ژواک حال مې له نژدې اخيستی دی. دا کتاب د بهوپال مکمل
تاریخ نه دی يوازې د تېرو دریو سوو کلونو حال دی چې په کې دوه
نیم سوه کاله د پښتنو مېرمنو او د دوی حالات بيان شوي دي. په
وروستۍ برخه کې مې د بهوپال د اوسنیو پښتنو حال لیکلی دی. په
دې لاره کې ما سره ډېرو خلکو مرسته کړې ده. په تېره ييا د وروستۍ
واکمنې عابده سلطان زوی شهریارخان چې د خپلې کورنۍ په اړه یې
ډېر معلومات راکړل.
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
لومړی څپ رکی
دوست محمد خان
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
0001963 ۲ 9٧
انځورونه
دوست محمد خان اورکزی
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
0001165 6
انځورونه
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
‏دوست محمد خان‎ -۸ -
د صوبه سرحد په لوېدیځ کې د تیرا غرونه دي. چې په کې د اپریدو
ته قامونه ملک دین خېل: سپاه. کوکي خېل. اکا خبل. زکا خېل؛
کمبرخېل. حسن خېل او ادم خېل اباد دي. په ‎۱٧۷١‏ م کال کې د
اورکزیو د یوه سردار نورمحمد ځخان په کور کې یو ماشوم وزیږېد چې
په دوست محمدخان ونومول شو. مور پلار يې ډېر خوشاله وو. د
پېنځو کالونو په عمر کې د قران د لوست او دیني زده کړو لپاره ورته
يو استاد وساتل شو. دا استاد ملا جمالي نومېده چې د بدخشان
اوسېدونکی و. دوست محمد خان چې د اس د وک داو
ورله یو اس ورکړ. له دې سره سره یې د تورې او غشي ویشتلو تربيه
هم ترلاسه کړله. ‎٧١‏ مه پېړۍ چې په ختمېدو وه. نو دوست
محمدخان يو تکړه او غښتلی ځوان و. هغه وخت د هندوستان پر
تخت د مغولو پاچا اورنګزېب ناست و او د خپل سلطنت ساتلو لپاره
له مرهټه وو سره په جنګ وو. د مغول دربار د شان او د هند د شتمنۍ
کیسې هر چا اورېدلې وې. له تیرا نه هم ځوانانو ډیلي ته د تللو ارمان
درلودلو. ځینې ځوانان د دوست محمدخان له سیمې هم هندوستان ته
ورغلي وو او د مغولو په پوځ کې به شامل شول. نو ډېره ښه تنخوا به
ورته ورکول کېده. هندوستان ډېره لویه مځکه لري او د هر یو ریاست
والي ته به د پوځ لپاره مېړني ځوانان پکار وو. د پوځ لپاره تکړه
ځوانان او ښه اسونه د پښتنو له سیمو هم ور تلل. په تيرا کې ځینو
کورنیو د دې جنګيالو لخوا په رالېږلو پيسو خپل ژوند ته وده
ورکوله. په ‎٧٧٢١‏ کال کې دوست محمدخان له ‎٠٢‏ کالونو اوښتی و
او تل به ناکراره و. مور و پلار ورله د یوې بلې اورکزۍ کورنۍ نجلۍ