text
stringlengths
0
136
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
بېژندنه
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
د ۱۹۴۷م کال د اګست ديارلسمه نېټه وه د بهوپال په سرکاري
دفتر کې نواب حمید الله ځان له خپل مېز سره ولاړ دی د هغه توپنچه
ډکه پر مېز پرته ده. د هغه تندی تريو او لاسونه يې يو پر بل کلک
نیولي دي. لږه شېبه وروسته د هغه مشره لور دفتر ته ننوزي. دواړه یو
بل ته سلام اچوي او سمدلاسه نواب خپلې لور ته وايي
'زه پاکستان ته ځم غواړم چې د بهوپال چارې ته پر مخ یوسې
کېدای شي ما د پاکستان مشر وټاکي ما ته جناح ویلي دي چې
راشه. خو زه غواړم چې ته ما ته د یوې خبرې ډاډ راکړې او هغه دا چې
ما ته به د بهوپال له خزانې پنځه لکه روپۍ دکال رالېږې ته دا خبره
متې؟'
لور یوه شېبه د پلار په سترګو کې سترګې واچولې. خو خپل قهر
يې نشو څرګندولی. پلار ته یې بې ادبي نشوی کولای پر مېز اېښې
توپنچې ته یې اشاره وکړه او ویې ويل
"ته ولې په ما د دې توپنچې ډز نه کوې؟ زه بې وسلې يم دا نوابي
تا پورې اړه لري. دا سيمه که له هند سره یو ځای کېده نو په دې
فیصله زه خپله ګوته نشم لګولی او سبا به خلک وايي ښځه وه ځکه
خو یې د دې خاورې له هند سره د يو ځای کېدو مخه ونه نیوله. او
هغه وطن چې زموږ مشرانو په تېرو دوه نیم سوو کلونو کې د خپلو
سرونو په بدل ساتلی و . یوې ښځې هند ته تسلیم کړ."
د نواب حميدالله خان دا لور عابده سلطان وه. چې د بهوپال د
وروستۍ نوابې په توګه په دیارلس کلنۍ کې نومول شوې وه او په
‎٢‏ د مې پر ‎١١‏ نېټه د ٨۸کلونو‏ په عمر په کراچۍ کې په حق
ري : ٍ
بهوپال ‏ د هندوستان پښتاله بس سن
00011953 ۲ 9٧
-٣ ‏پېژندنه‎
دا د اورکزیو د هغې کورنۍ مېرمن وه چې د هند په مدهيه پردېش
ایالت کې یې د اتلسمې پېړۍ په سر کې د بهوپال د خپلواکې نوابۍ
بنا کېښوده.
د هندوستان په پراخه ځاوره کې له لرغونو وختونو څخه هرې
سيمې د انتظامي چارو لپاره يو واکمن لرلو د پښتنو. عربانو.
ترکانو او مغولو له خوا چې هرکله دا سیمه نيول شوې او د دوی
سلطنت پرې جوړ شوی. نو دغو سیمه يیزه واکمنو ته يې درناوی
کړی دی. او که جګړه یې ورسره نه کوله. نو د باج او خراج په بدل کې
یې ورته القاب | و خطابونه ورکړي دي. هغه صوبې يا ایالتونه چې
لکه د پاچاهانو په کې راجه ګان او نوابان واکمن وو .د خپلې سیمې
د خلکو لپاره هم مهم وو .د ځمکو د شخړو 71717171-417
وبا او دغسې نورې ورځنۍ چارې د نوابانو له خوا ټاکل شوي
پولیس. پوځ. قاضیانو او وزیرانو اداره کولې. د يو پاچا د يوه
کامیابه حکومت تر شا هم دغه نوابان او راجه ګان وو. د بهرني یرغل
پرضد د پوځ برابرولو لپاره به هم دې نوابیو ډېر لوی رول ترسره کاوه.
په ‎٠٠۰۰‏ عيسوي کال کې چې انګرېزان د هند په لویه وچه واکمن
وو . د دې نوابیو او راجواړو په اړه یې یوه تذکره لیکلې چې د هغې له
مخې د هند او اوسني پاکستان او بنګله دېش په ګډون دلته تر شپږو
سوو ډېر نوابان او راجه ګان وو. په نولسمه پېړۍ کې ځينې ریاستونه
او ایالتونه لکه اسام مرهټه او پنجاب په انتظامی توګه خپل
حیثیت له لاسه ورکړی و.
په ۱۹۴۷م کال کې د انګرېزانو په حساب ۵۲۵ ریاستونه موجود
وو په دې کې زمیندارۍ او ټیکانې هم شاملې وې. زمینداري يوازې
په یو څو کليو مشتمله وه. دوی ته به يې تعلق دار يا جاګيردار هم
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
‏م۴ پېژندنه‎
ویلو. یوه زمیندار یا جاګيردار به له خلکو د ماليو راټولولو کار هم
کاوه په دې کې زیاتره مورثئي وې. خو کله کله پاچا د انعام په توګه
هم داسې جاګیردارۍ ورکولې
جون پور داسې یوه زمینداري وه له زمیندارۍ پرته د "وصل"' په
نوم هم یو انتظامي یونټ و چې واړه او کوچني کلي به له ګاونډي
نوابۍ یا راجه سره وصل وو. خو دوی به کله کله خپلواکه اختيارات
هم لرل. شورپور او ګړوال د دې ښې بېلګې دي په راجواړو او نوابیو
کې هم دوه ډوله امتیازات ورکړی شوي وو. د نورو لویو ریاستونو په
شان بهوپال او حیدراباد هم داسې امتيازات لرل
دې ته به یې ګن سیليوټ یانې هغه چې د توپو سلامي لري. دا دود
د انګرېزانو په وخت کې پيل شو او هغه نواب يا راجه چې دوی به
ډېر درناوی ورته کاوه هغه ته به يې د يوویشت توپو سلامي امتياز
ورکاوه. چې تر ټولو لوړ اعزاز و. تر ټولو وړوکی د دريو توپونو